له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونېسف ویلي چې، په روان زیږدیز کال کې څه باندې ۳۴۳ زره ماشومان د خوارځواکۍ ناروغۍ د درملنې په موخه په روغتونونو کې بستر شوي دي.
دغه بنسټ زیاته کړې چې، یونېسف په افغانستان کې د طبي خوړو یوازینۍ تامینوونکی دی.
خوارځواکي هغه ناروغي چې، له کلونو راهیسې په هېواد کې ماشومان او امیندواره ښځې ورسره لاس او ګرېوان دي.
ورته مهال، د اندراګاندي روغتون ځينې ډاکټران وايي چې، په وروستیو میاشتو کې د دغې ناروغۍ د درملنې په موخه د ناروغانو شمېر زیات شوی او هره ورځ نږدې ۵ ناروغان د درملنې په موخه په یاد روغتون کې بسترېږي.
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په تېر زیږدیز کال کې په ټول هېواد کې په خوارځواکۍ اخته یو اعشاریه پنځه مېلیونه ماشومانو او شیدې ورکوونکو میندو درملنه شوې او د دغې ناروغۍ د درملنې لپاره په ټول هېواد کې څه باندې درې زره روغتیايي مرکزونه شته دي.