خبرونهسیمه

کرمه ایجنسۍ کې پر پاکستاني پوځ وسله وال برید کې ۱۲ پوځيان ټپيان شوي

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په کرمۍ ایجنسۍ سیمه کې وسله والو په پاکستاني پوځ وسله وال بريد کړی چې ۱۲ کسان په کې ټپيان شوي.

د پاکستان خیبر نیوز تلویزیون په يو راپور کې ويلي چې پاکستاني پوځيان د کرمې ایجنسۍ په بازه سيمه کې روان وو چې وسله والو پرې برید کړی دی.

د راپور له مخې برید کې ۱۲ پاکستاني پوځيان ټپيان شوي چې ځايي روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.

که څه هم تر اوسه د دغه بريد په تړاو کمې وسله والې ډلې څه نه دي ويلي خو په دغه سیمه کې د پاکستاني طالبانو تحريک فعاليت لري.