افغانې نجونې: په افغانستان کې د ښځو ژوند پای ته رسیدلی
په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنیدو سره درې کلونه پوره شول خو لا هم نجونې له شپږم ټولې پورته د زده کړو او د کار حق نلري او تر څنګ یې سخت قوانین توشیح شول چې ښځې تر کورونو محدودې پاتې کړې.
د طالبانو دغه بندیزونو ښځينه وو ته رواني ستونزې راولاړې کړي او د پرمختګ هیلې یې ور مړاوې کړي دي.
په ننګرهار کې د سلما په نامه د پوهنتون یو زده کړیاله چې پوهنتون یې په نیمه کې پاتې دی کابل ټلیګراف ته وویل:« له زده مو دوه هدفه درلودل، یو دا چې ټولنې خدمت به وکړو او بل به له همدې لارې د خپلې کورنۍ په نفقه کې لاسینوی وکړو، د طالبانو په راتګ مو دا هیلې یوازې هیلې پاتې شوې».
نوموړې په نړیواله ټولنه غږ وکړو چې طالبانو باندې خپل فشار زیات کړي تر څو افغان نجونې یو ځل بیا ښوونځيو او پوهنتونو ته وګرځي.
د کابل اسیدونکې شریفه بیا په دې باور ده چې په افغانستان کې د ښځو لپاره ژوند پای ته رسیدلی، نوموړې وایي: «ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي، کار نشې کولی، د تفریح لپاره پارک یا کوم بل میله ځای ته نشې تللی، چې بازار ته د محرم سره لاړه شې د امربالمعروف ملایان درنه شل ډول غیرې ضروري پوښتنې کوي، ایا تر دې ژوند مرګ بهتر ندی»؟
شریفه وایي الله ج د زده کړو او نورو اوامرو له پاره مسلمانان مخاطب کړي خو طالبان فکر کوي چې مسلمانانو نه هدف یوازې نارینه دي.
د طالبانو حکومت یو شمېر چارواکو هم له رسنیو سره د ښځینه وو د تعلیم موضوع اسلام سره تړلي بللې او ویلي یې دي چې په اسلام کې د ښځو تعلیم رواه ندی.
بل خوا د اسلامي نړۍ زیات شمیر علماوو د طالبانو دغه دریځ غندلی او ویلي یې دي چې اسلام دین د ښځو د تعلیم خلاف ندی او د قران شریف ایاتونو او قوي احادیثو د تعلیم په اړه تاکید کړی دی.
تازه د افغانستان ديني عالم مولوي عبدالصبور عباسي ازادي راډيو سره مرکه کې ويلي، اسلام هېڅکله د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار مخالفت نه دی کړی او د اسلام د امر پر اساس ښځې د کار حق لري.
نوموړي ویلي، زده کړې په ټولو مسلمانانو فرض دي او په مسلمانانو کې ښځې او نارينه دواړه شامل دي. همدارنګه په فرض عین او فرض کفايي د علومو وېش هم په اسلام کې نشته دی.
ښاغلی عباسي طالب وزير ندا محمد نديم سره د نجونو د زده کړو مسئلې په اړه مناظرې ته تياری ښيي او «اقراء» ايت شريف ته په اشارې د رسول الله صلی الله عليه وسلم نبوت يوه «تعليمي پروژه» بولي.
بل پلو کاناډا، اسټرالیا، آلمان او هالنډ هیوادونه وايي طالبان ښځو سره د جنسیتي توپير له امله د عدالت نړیوالې محکمې ته معرفي کوي.
رسنۍ د راپورونو له مخې، یادو هیوادونو خپله پرېکړه د ملګرو ملتونو د سرمشریزې په څنډه کې اعلان کړې او دا لومړی ځل دی چې په هاګ کې د عدالت نړیواله محکمه به په بین المللي کچه د جنسیتي توپير یوې قضیې ته رسېدنه کوي.
نږدې ټولې نړۍ، ملګرو ملتونو، د اسلامۍ همکارۍ سازمان، ښځو د حقونو سازمانونو، د بشر حقونو سازمان او اسلامي هیوادنو بار بار له طالبانو وغوښتل چې د نجونو ښوونځي او پوهنتون دروازې پرانځي او تر څنګ یې ښځينه وو ته د کار اجازه ورکړي، خو د نړیوالو دغې غوښتنې ته د طالبانو حکومت یوازې یو جواب ورکړی چې حکومت یې په طرحه کار کوي او ژر به ښوونځي او پوهنتونونه د ښځینه وو پر مخ پرانیستل شي.
خو پوښتنه داده چې په درې کالو دغه طرحه جوړه نشوه، ایا ممکنه ده چې په راتلونکي څو کلونو کې دې طرحه بشپړه او له مخې یې ښځې د کار او تعلیم حق ترلاسه کړي؟