د ننګرهار ولايت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د شدیدو اورښتونو له کبله سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي.
لومړني معلومات له مخې سیلایونو له امله ۳ کسان مړه او ۲۰ ټپيان شوي دي.
نن سهار د کوز کونړ ولسوالۍ اړوند کنډي، غازي آباد، جنت خان، قلعټک، سلامپور او یو شمېر نورو کلیو کې د شدیدو اورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي، چې د مسؤلینو په وینا؛ په یاد سېلابونو کې ۳ شهیدان، ۲۰ ټپیان او تر ۱۵۰ پورې کورونه په کلي او قسمي ډول تخریب شوي.
همدارنګه د مروارید کانال هم د سېلاب له کبله تخریب او شلېدلی، چې اوبو یې کهنه دی کلی زیانمن کړی دی.