د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زیلینسکي سره کتلي دي.
په دغه کتنه کې چې پرون ترسره شوې جوبایډن یو ځل بیا ښاغلي زیلینسکي ته ویلي چې امریکا په هر پړاو کې د اوکراین ترڅنګ ولاړه ده او زیاته کړې یې ده چې روسیه به د اوکراین پر ضد یرغل کې کله هم بریالۍ نشې.
هیره دې نه وي چې له زیلینسکي سره تر کتنې وړاندې د امریکا ولسمشر بایډن په جګړه کې د اوکراین د بري لپاره دغه هیواد ته نژدې ۸ میلیارد ډالره نوره پوځي مرسته اعلان کړه.
زیلینسکي له بایډن سره په کتنه کې وویل چې د امریکا د مرستو او ملاتړ منندوی دی.