د پاکستان صدراعظم ویلي شهباز شریف له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د ټولو تروریستي ډلو په ځانګړي ډول د هغو ډلو پرخلاف چې ددغه هیواد په ګاونډیو هیوادونو کې د تروریستي فعالیتونو مسوولیت په غاړه لري کوټلي او اغیزمن اقدامات وکړي.
شهباز شریف دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو غونډې ته کړي دي..
هغه دغه راز ویلي، چې پاکستان د طالبانو له حکومت څخه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو ته د درناوي په اړه د نړیوالې ټولنې په توقعاتو کې ځان شریک ګڼي.
ده ویلي، چې پاکستان د تحریک طالبان پاکستان ” ټي ټي پي” د ډلې چې هغه د خوارجو په نوم یاده کړه مخ په زیاتیدونکي ډول د تروریستي ګواښ سره مخ دی.
طالبانو بیا په وار وار په افغانستان کې د تروریستي ډلو شتون او فعالیت رد کړی دی.