پاکستان کې روغتیایي چارواکي چې په دغه هېواد کې دوه نور ماشومان پوليو يا د ماشومانو ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوي دي، چې ورسره په دغه هیواد کې په روان ۲۰۲۴ کال کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۲۳ ته رسېدلی دی.
سرچېنې لیکلي، روان ۲۰۲۴ کال کې د پولیو تر ټولو زیاتې، یعنې ۱۵ پېښې په بلوچستان کې ثبت شوې دي.
په پاکستان کې په تېر ۲۰۲۳ کال کې د ماشومانو د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې څلور یې په خیبر پښتونخوا ايالت او دوه يې په سیند ايالت کې وې.
تر دې وړاندې، په دغه هېواد کې په ۲۰۲۲ کال کې۲۰، په ۲۰۲۱ کال کې یوه او په ۲۰۲۰ کال کې د پولیو ۸۴ پېښې ثبت شوې وې.
دا مهال په نړۍ کۍ افغانستان او پاکستان يوازينې دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس په کې شته او ماشومان ترې اغیزمن کېږي.