افغانستانخبرونهنړۍ

حزب الله ومنله چې حسن نصرالله وژل شوی دی

حزب‌الله په په یوې خبرپاڼه کې تایید کړې چې، د دغه غورځنګ مشر سیدحسن نصراالله وژل شوی دی.

رویټرز خبري اژانس وايي، حزب‌الله په دغې خبرپاڼه کې اعلان کړی چې، د غزې او فلسطین په ملاتړ او له لبنان څخه د دفاع لپاره د اسراییلو پر وړاندې جګړې ته به دوام ورکړي.

له دې مخکې اسراییل هم ویلي و چې، سیدحسن نصرالله یې تېره ورځ (جمعه) د بیروت ښار په سوېلي سیمه کې په یوه هوايي برید کې وژلی دی.