په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) وایي، نوې مرستیاله جورحیت ګانیون د خپل ماموریت لپاره کابل ته راورسېده.
هغه د روانې عیسوي میاشتې په دریمه نېټه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش لهخوا د یوناما د نوې مرستیالې په توګه وټاکل شوه.
آغلې ګانیون د سولې جوړونې پروسې د ملاتړ او د بشري حقونو په برخو کې د ستراتیژیکو نوښتونو رهبرۍ، بشردوستانه فعالیتونه او د جګړې او د جګړې وروسته چاپیریال کې پرمختګ په برخه کې د ٢٨ کلونو څخه ډېر کار کړی.
ګانيون تر دې وړاندې د ليبيا لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي د مرستيالې په توګه هم دنده ترسره کړې ده.