افغانستانخبرونه

ملګري ملتونه: د طالبانو نوی قانون ځپونکی دی او د ښځو غږ غلی کوي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې ویاندې روینا شمداساني ویلي، د طالبانو د امربالمعروف نوی قانون ځپونکی دی او د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

هغې دغه څرګندونې په جینوا کې یوې غونډې ته کړي دي.

د هغې په خبره، طالبان هڅه کوي له دې قانون سره ښځې «بې څېرې او خاموش روحونو» باندې بدلې کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې دغه ویاندې يادې غونډې ته وویل چې دا په بشپړه توګه د زغم وړ نه ده. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک د دغه ناوړه قانون د سمدستي لغوه کولو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو دغې استازې ویلي، د طالبانو له خوا د «امر بالمعروف او نهى عن المنکر» تر سرليک لاندې توشیح شوى نوى قانون هغه سياستونه پياوړي کوي، چې د خلکو په سترګو کې د ښځو شتون په بشپړه توګه له منځه وړي، د هغوى غږونه خاموشوي او د انفرادي خپلواکۍ له حقه يې محروموي.