د طالبانو ستره محکمه وایي، په کندهار ولایت کې یې دوو تورنو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړې ده.
سرچېنې لیکلي چې دغه کس پر لواطت تورن و.
د سترې محکمې د معلوماتو له مخې، د کندهار ولایت ابتدائيه محکمې ياد متهمين په يو – یو کال تنفيذي بند او ۳۰ – ۳۰ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.