خبرونهنړۍ

کډوالو کمیشنري: د اسرایلو د بریدونو له امله ۵۰ کسان سوریې ته کډوال شوي

د ملګرو ملتو د کډوالو چارو کمیشنرۍ وایي، پر لبنان د اسرایلو د هوايي بریدنو له امله نږدې پنځوس زره کسان سوریې ته کډوال شوي.

د ګډوالو د کمیشنرۍ په وینا تر دوه لکه زیات نور کسان په داخل د لبنان کې بې ځایه شوي.

له کله چې د اکټوبر میاشتې پر اوومه په غزې تړانګه کې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ جګړه پیل شوې، د لبنان حزب اله ډلې هم د پولې په اوږدو کې د ټیټې کچې سرحدي شخړې پیل کړي چې په ځواب کې یې اسراییل مورچلونه ورته بمباروي.

حزب‌الله چې یوه وسله‌واله ډله چې د لبنان د جنوب پر زیاتو برخو کنټرول لري د متحده ایالاتو له‌ خوا د یو ترهګرې ډلې په نامه پېژنې.