اسرایل وایي، چې نن سهار یې د لبنان په بیکا سیمه کې د حزب الله وسله والې ډلې لسګونه هوایي اهداف په نښه کړي.
په دغه بریدونو کې د مرګ ژوبلې په اړه مالومات ندي خپاره شوي خو د پروني برید له امله د لبنان د عامې روغتیا وزارت رسنیو ته ویلي وو چې ۱۰۵ تنه وژل شوي او همدا زار ۳۵۹ کسان ټپيان وو.
د اسراییلو پوځ پر خپل ټلېګرام چينل لیکلي چې، په نننیو بریدونو کې د حزبالله د وسلو زېرمه تونونه په نښه کړي دي.
په خبر پاڼه کې رهمدا راز راغلي چې دا بریدونه به تر هغې روان وي تر څو د حزب الله وسله والې ډلې وړتیا له منځه تللي نه وي.