د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر غړي وايي له ورځو راهیسې منظور احمد پشتین د پنجابي ریاست لخوا د تعقيب لاندې دی او د نوموړي د وژلو هڅه کېږي.
د یاد غورځنګ د مرکزي کمېټې غړي زکیم خان وزیر پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې پرون په خیبر سیمه کې هغه مهال چې د ۱۱م سپټمبر د جرګې ځای پرانېستل شو او منظور پښتین بېررته ښار ته روان و دړه ځايه پرې د برید هڅه وشوه.
هغه زیاته کړې، پرون د خيبر د افتتاح نه وروسته په لاره کې څو کسان چې وسلې هم ورسره وې په موږ پسې وو، بيا څو کسانو د پيښور حيات اباد بنګش مارکيټ سره نږدې په ملي مشر د بريد هڅه وکړه خو د پښتون ژغورنې غورځنګ ملګرو لخوا دغه کسان له وسلو سره يوځای ونيول شو.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ بل غړي عبدالصمد خان هم په دې اړه اندېښنه شریکه کړې وه او ټینګار یې کړی و چې د پاکستان ریاست د منظور پښتین د ترور هڅه کوي.