طالبان وایي چې د لویې څارنوالۍ مخې ته د ځانمرګي برید طراح یې نیولی دی
د طالبانو حکومت ویلي چې د داعش ډلې په پټنځایونو یې عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې د لویې څارنوالۍ مخې ته د ځانمرګي برید طراح نیولی دی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له لورې په یوه خبرپاڼې کې چې رسنیو ته استول شوې راغلي چې دغه عملیات یې د کابل او ننګرهار ولایتونو کې ترسره کړي.
په خبر پاڼه کې راغلي چې، د داعش ډلې دغه نيول شوی غړی تاجکستانی تبعه دی او په باميانو کې د بهرنيو سيلانيانو د وژلو پلان هم دغه کس جوړ کړی و؛ چې راتلونکی پلان يې خپله د ځانمرګي بريد تر سره کول و.
د خبرپانه کې مخې، طالبانو په ورته مهال په کابل او فارياب ولايتونو کې هم د داعش پر ضد عمليات تر سره کړي چې د داعش ډلې دوه غړي يې وژلي او يو شمېر يې ژوندي نيولي دي.
د مجاهد په خبره د داعش ډلې دغه غړي د بلوچستان په مستونګ کې د داعش خراسان څانګي له روزنيز کمپ څخه افغانستان ته د بريدونو لپاره راغلي وو.