د غرني ولایت په دهیک ولسوالۍ کې د اوبو څاه ته د غورځيدلي ماشوم راویستلو په عملیاتو کې درې کسان مړه شوي دي.
د غرني خبریال ضفی الله مفتون د ځای سرچینو د راپورنو په اساس لیکلي: څاه ته غورځيدلی ماشوم مړ شوی خو د هغې د راویستلو له پاره درې نور کسان چې د ګازو د بالون سره څاه ته ښکته شوي وو د بالون د چاودنې له امله دریواړه مړه شوي.
په څاه کې لویدلی ماشوم نور هم ښکته تللی او لا یې هم د جسد د راویستلو عملیات روان دي.
په جنوبي ولایتونو کې څاه ګانو ته د ماشومانو لویدلو دا پېښه لومړۍ نده بلکې تر دې واړندې لسګونه ورته پېښې رامنځته شوي مګر تر اوسه نه ځای خلکو او نه هم حکومت ددغه پېښو د مخنیوي له پاره کوم ګام پورته کړی.