د طالبانو ستره محکمه وایي، په فاریاب ولایت کې یې یوه ښځه د «نامشروع اړیکو او له کوره د تیښتې» په تور په عام محضر کې په درو وهلې ده.
د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی دغه ښځه «۳۰ درې» وهلې ده.
د دغې خبرپاڼې له مخې طالبانو دغه ښځه په شپږ میاشتنې بند هم محکومه کړې ده.
د طالبانو په دغه کار په وار وار په کور دننه او بهر نیوکې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم په کندهار ولایت کې دوو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوې وه.