افغانستانخبرونه

بلخ کې طالبانو هغه کس په ډزو وژلی چې له یو طالب سره د شخړې ویډيو یې خپره شوه.

راپورونه وایي چې د مزار شریف ښار کې د ټکس چلوونکي سره د طالب په شخړه کې د ټپي شوي طالب ملګرو ټکسي چلوونکی په ډزو وژلی دی.

په خواله رسنیو د دې شخړې ویډیو نشر شوې، چې طالب سرتېری پر موټرچلوونکي لاس پورته کوي خو د شخړې پرمهال د طالب له ټوپکه ډز کېږي او په خپله په پښه ټپي کېږي.

ویل کېږي، چې دغه موټرچلوونکي خپل موټر هم سوځولی وو.

ځينو رسنیو راپورونه خپاره کړي چې یاد ټکسي چلوونکی د طالبانو له وژل شوی.

یادو رسنیو لیکلي چې د طالبانو لخوا ويشتل شوی شخص نجيب الله نومیږي او د فارياب ولايت د پښتون کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی و.

طالبانو تر اوسه ددغه پېښې په اړه رسنیو ته مالومات ندي ورکړي.