د طالبانو ستره محکمه وایي، په لغمان ولایت کې یې درېیو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړې ده.
د طالبانو سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د لغمان ولايت د ښاري ابتدائيه محکمې د جزا دېوان د پرېکړې په اساس يوه کس ته د اخلاقي فساد په جرم او دوو نورو کسانو ته چې پر لواطت متهم وو، په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
سرچېنې لیکلي، د یادو کسانو له ډلې يو مجرم پر ۳۹ دُرو تعزیري سزا او څلور کاله او شپږ مياشتو تنفيذي بند او دوه متهمين يې پر يو ـ یو کال تنفيذي بند او ۳۹ ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې ياد حکم د سترې محکمې د مقام له تائيد وروسته تطبيق شو.
د یادونې ده چې تېره ورځ په فاریاب ولایت کې هم یوې ښځې ته تعزیري سزا ورکړل شوې وه.