د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) نوي مشر جنرال عاصم ملک رسما خپله دنده پیل کړه
پاکستانيو رسنيو ته نظامي چارواکو تائيد کړې وه چې عاصم ملک د سپټمبر پر ۲۳ (تله ۲) د ای اېس اې نوی مشر ګمارل شوی وو، خو هغه وخت لا د نديم انجم کاري مودې پوره کېدو ته يوه اونۍ پاتې وه. جنرال ندیم انجم د ۲۰۲۱ کال د نومبر په مياشت کې د ای اېس ای مشري په غاړه اخيستې وه.
جنرال ملک له دې ګمارنې وړاندې د پوځ په عمومي قوماندانۍ کې دنده تر سره کوله او له تېرو درېیو کلونو راهیسې یې د نظامي اداري چارو په ګډون د حقوقي او انضباطي چارو څارنه کوله.
هغه په اسلام اباد کې د پاکستان د ملي دفاع پوهنتون او په کوټه کې په کمانډ او سټاف کالج کې د ښوونکي په توګه هم دنده ترسره کړې ده.