خبرونهنړۍ

جیش العدل په ایران کې پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده

جیش العدل د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې په پولیسو بریدونه کړي چې مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.

د رسنیو د راپور له مخې، د ایراني حکومت وسله والې مخالفې ډلې جیش العدل ، چې په پاکستان کې دېره ده، پرون وویل چې دوی د سیستان او بلوچستان په درو سیمو کې بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې یو شمېر ایراني پولیس وژل شوي دي.

دغه وسله والې ډلې ندي ویلي چې څو کسه ایراني پولیس یې وژلي خو ایراني رسنیو راپورنه خپاره کړي چې په دغو بریدونو کې د ایران دوه نور امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.

د ایران په سیستان او بلوچستان او د پاکستان په بلوچستان کې د دواړو هېوادونو د وسله‌والو مخالفانو د فعالیت پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي او دواړه پر یو بل تور لګوي چې د مقابل لوري وسله‌والو مخالفانوته یې پناه ورکړې ده.