افغانستانخبرونه

طالبانو د ژورو څاه ګانو د سرونو بندېدو امر کړی

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ټولو خلکو ته خبر داری ورکړی چې د خطرونو د مخنیوي په موخه دې ژر تر ژر د ژورو څاه ګانو سرونه بند کړي کنه جدي قانوني چلند به ورسره وشي.

دا امر په داسې حال کې شوی چې تېرې پنجشنبې په ورځ د غزني ولایت د ده‌یک ولسوالۍ په کوندر کلي کې یو درې کلن ماشوم ژورې څاه ته لوېدلی و او بیا ژوندی ونه ژغورل شو او دغه راز څلور نور هغه کسانو هم د ګازنیونې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د یاد ماشوم د ژغورنې هڅه یې کوله.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني یوه کېټه جوړه کړې او امر یې ورته کړی دی چې ولایتونو ته سفر وکړي او د څاه ګانو مالکینو ته سپارښتنه وکړي چې سرونه يې بند کړي.

هغه ویلي که کوم کس له دغه امر څخه سر غړونه وکړي نو قانوني چلند به ورسره وشي.