د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان وايي، که عرب هېوادونه ورسره ودریږي، نو چمتو دی چې د اسرائیلو په خلاف داسې ګام پورته کړي چۍ د دوی د ماتې سبب وګرځیږي.
وایي، د اسرائیلو د ماتې او نفوذ لپاره یوازې ترکیه نه، بلکې ټولو عرب هېوادونو ته اړتیا ده چې پر وړاندې یې ودریږي.
هغه همدارنګه خبرداری ورکړی، که اسلامي او عربي هېوادونه د ځینو کړنو مخنیوی ونه کړي ښایي منځنی ختیځ یوې لویې جګړې سره مخ شي.
بلخوا په لومړي ځل اشغال شوي فلسطین کې ترټولو شدید امنیتي تدابیر نیول شوي.
او د خطر حالت په ترټولو لوړه درجه کې دی.
دري نظامي امریکایي بیړۍ هم منځني ختیځ ته د حرکت په حال کې دي.
امریکایي چارواکو خبرداری ورکړی چې شاید ننه شپه ایران پر صهیونیستي رژیم برید ترسره کړي