د سمنګانو امنیتي مسوولینو د دغه ولايت په دره صوف ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې د رامنځته کېدو له امله ١٨ تنو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.
د یاد ولايت د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله رحماني ویلي، چې د سمنګانو په دره صوف بالا ولسوالۍ کې د فلانکوچ موټر د چپه کېدو په پېښه کې ٣ مړه او ١٥ تنه نور ټپیان شوي دي.
نوموړي د موټر د چپه کېدو علت د موټر تخنیکي ستونزې او د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې د پېښې ټپیان د دره صوف ٣٠ بستريز روغتون ته لېږدول شوي دي.