د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین په خیبر دره کې د دغه غورځنګ پر غړو د پاکستاني ځواکونو د برید خبر ورکړی.
هغه په خپل فیسبوک کې لیکلي چې پولیسو او د جاسوسي ادارو کسانو د پيټيایم پر غړو برید کړی او ډزې یې کړي چې ټپیان هم لري.
نوموړي لیکلي:
د پیښور پولیسو سره د څو پټ مخو ادارو کسانو دا وخت په خیبر جرګه انتظامي کیمپ باندې ډیره په غټه کچه حمله کړې ده.
د جرګې انتظاماتو په کیمپ د فائرینګ او انسو ګیس ویشتل شروع دي.
ډېر ملګري بې هوشه او زخمي پراته دي.
له ملګرو او ولسونو څخه هیله ده چې جمرود سره .”نږدې جرګه ګراونډ ته دې ځانونه راورسوي
په روانه اوونۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشرتابه او غړو یې دا دریېم وسلوال برید دی چې ترسره کېږي؛ خو دا ځل پکې حکومتي ځواکونه مستقیماً دخیل دي.