خبرونهنړۍ

المیادین عربي رسنۍ: د ایران په توغندیز برید کې د اسرائیل درې پوځي اډې ویجاړې شوي

المیادین عربي تلوېزیون خبر ورکړی، چې پر اسرائیلو د ایران پراخ توغندیز برید پایله کې د اسرائیلو درې پوځي اډې په بشپړ ډول ویجاړې شوې دي او له کاره لوېدلي دي.

‏یادې رسنۍ ویلي، چې رامون، نواتیم او حتسارین هغه درې پوځي اډې دي، چې صهیونیست رژیم د جنګي الوتکو لپاره کارولې او نظامي وسایل او وسایط یې په کې ځای پر ځای کړي وو.

‏د سرچېنې په خبره، چې یادې درې پوځي اډې په بشپړ ډول ویجاړې شوې دي.

‏له بل لوري د ایران د پوځ مشر محمد باقري اسرائیلو ته ګواښ کړی که یې د ایران د حاکمیت او ارضي تمامیت پر ضد ګام پورته کړ، نو دوی به د اسرائیلو ټول بنسټونه په نښه کړي.

‏د ایران لوی درستیز دا هم ویلي، که صهیونیست رژیم چې (تر لېونتوب رسېدلی) د امریکا او اروپا له لوري مهار نه شي نو د تېرې شپې د څو برابره لوی برید سره به مخ شي.

‏ایراني پوځ مشر په عین حال کې ویلي، سپاه پاسداران او د ایران وسله وال ځواک هر ډول حالاتو سره د مقابلې لپاره چمتو دی.

‏محمد باقري همداراز پر امریکا غږ کړی، چې له خپل تېر چلند څخه لاس واخلي او دا جنایتکار رژیم مهار کړي څو سېمه کې ثبات رامنځ ته شي.