لوبې

کرکټ بورډ د کرکټ د ملي لوبډلې نشراتي حقوق فایربرډ کمپنۍ ته ورکړي

کرکټ بورډ له فایربرډ پروډکشن کمپنۍ سره د اففانستان د کرکټ ملي لوبډلې سیالیو د لوبیزو نشراتو او رسنیزو حقوقو درې کلن قرارداد لاسلیک کړی دی.

کرکټ بورډ په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: افغانستان کرکټ بورډ تېره اونۍ د یوې ناستې په لړ کې چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوه؛ د فایربرډ په نوم هندي شرکت سره د ملي لوبډلې د راتلونکو سیالیو د پروګرام یا (FTP) د پروډکشن یا نشراتو او رسنیزو حقوقو هوکړه لیک، لاسلیک کړ چې د دریو کلونو لپاره به دوام ومومي.

ددغه نوي قراردار په اړه نور جزیات له رسنیو سره ندي نشر شوي.