د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وایي، مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی د مسکو فارمټ ناسته کې د ګډون په موخه روسیي ته ولاړ.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، تمه ده متقي د تلې په دیارلسمه د مسکو فارمټ ناستې په څنډه کې د روسيې فدراسيون د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف سرههم پر دوه اړخيزو مسايلو خبرې اترې ولري.
د یادونې ده چې د وږي په ۲۸ مه په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي ته د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» راتلونکې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې وه.