اسرایلو د فلسطین په غزې تړانګه جنوبي سیمو کې تازه هوایي بریدونه ترسره کړي چې د فلسطین روغتیايي چارواکو د مالوماتو له مخې په یادو بریدونو کې ۳۲ کسان وژل شوي دي.
بل خوا د رسنیو راپورنه وایي چې اسرایلي پوځ پر یونس ښار ځمکني عملیات پيل کړي چې تر اوسه د یولسو کسانو مړې موندل شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
په غزه کې د اسرايیلو او حماس تر منځ جګړه له یوه کال راهیسې روانه ده.
د حماس تر ادارې لاندې د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۴۵ زره او ۵۰۰ کسان وژل شوي دي.