منظور پښتین: په خیبر کې د پښتنو جرګې په ګډونوالو برید د پولیسو په جامه تور داغ دی
منظور پښتون په خیبر کې د پښتنو عدالت جرګې په ګډونوالو باندې د پاکستان پوځ په اشاره پښتونخوا پولیسو برید د پولیسو په تندي د تاریخ تور داغ یاد کړل.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين په سوشیل میډا په یو بیان کې پاکستاني رياست مخاطب کړ او زياته يې کړه، تر هغو چې مې په وجود کې يو څاڅکی وینه پاتې وي دا جرګه جوړوو او دې قربانۍ ته په خوښۍ حاضر يوو، نوموړي همدا راز زیاته کړه: «موږ ته د خړ کمر حادثه ياده ده، موږ بند تېر کړی، موږ مخامخ مرمۍ وخوړلې، موږ په زندانونو کې په سپيو وداړل شوو او کوم تکليف نه وو چې موږ نه دی تېر کړی. موږ دې څوک نه ډاروي.»
د ښاغلي پښتین په وینا په دغه ډالري جنګونو کې پښتنو ډير تاوان کړی، د سرنو تر څنګ یې کورونه ړنګ شوي، کارونه یې خراب شوي، نو جرګه به فیصله کوي.
پښتين له ځوانانو وغوښتل، چې عاجل ځانونه د جرګې ميدان ته ورسوي او پر سوشل ميډيا هم دغه يو څو ورځې د پښتون قومي عدالت جرګې ته وقف کړي.