خبرونه

ایمل ولي خان په جمرود کې د پښتون ژوغورنې غورځنګ د جرګې په پنډغالي برید غندلی

عموامي نیشنل ګوند مشر ایمل ولي خان په خیبر جمرود کې د پښتنو جرګې ته د امادګۍ له پاره د ځوانانو په ډلګي د پولیسو برید غندلی او ویلي یې دي چې د خیبر پښتونخوا حکومت باید ددغه برید ځواب ورکړي.

ایمل ولي خان په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «د عدم تشدد په نړیواله ورځ یوه ډله ځوانان چې له خلکو لرې په یوه دښته کې د جرګۍ له پاره تیاری کوي، په هغوی مرمۍ ورل، په ډانګو وهل او پرې تشدد څه ډول انسانست دی»؟

نومړي همدا راز د خیبر پښتنونخوا حکومت ته په اشاره د پي ټي ای غړي مخاطب کړي او ورته یې لیکلي چې ایا له خپل مجبور وزیر اعلی نه ددې ظلم حساب غوښتلی شئ؟

ایمل ولي خان د جرګې له پاره د تیاریو په پڼډال برید ته په اشاره ویلي چې حکومت په لوی لاس پور امنه ځوانان تاو تریخوالي ته هڅوي.

د نشل ګوند دغه مشر زیاتوي، پولیس د خیبر پښتونخوا حکومت پورې تړلې خبره ده او د هم دغه امین ګنډاپور حکومت باید د هرې مرمۍ او ډانګي ځواب ورکړي.