خبرونهنړۍ

حماس په تل ابیب کې د ۸ اسرایلي وګړو د وژنې مسولیت اومانه

حماس پرون د تل ابیب په یافا سیمه کې د ډزو او چاقو په برید کې د اته اسرایلي وګړو د وژنې مسولیت په غاړه واخیست.

حماس وسله والې ډلې پرون له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې، د عزالدین القسام وسله‌والو د لوېدیځې غاړې له الخلیل اشغال شوي ښاره دا برید تنظیم کړی و.

دا برید څو ساعته وروسته تر دې وشو چې ایران د اسراییل په لور په لسګونو توغندي وویشتل.

بل پلو د اسراییل پولیس رسنیو ته ویلي، چې د تل‌ابیب په یافا سیمه کې دوه بریدګر د یوه وسله‌وال ملکي او امنیتي ساتونکو له لوري وژل شوې دي.