افغانستانخبرونه

ایراني چارواکي: افغاني قاچاقي غالیو د ایراني غالۍ بازار کم رنګه کړی

ایراني چارواکي وایي: له افغانستان نه قاچاق شوې غالیو په ایران کې د ایراني غالیو د پلور بازار کم رنګه کړی دی.

د ایران د هنر او لاسي صنایعو د کمېسیون رییس مرتضی حاجي اقامیري رسنیو ته ویلي چې، افغاني غالیو د دوی په بازان بد تاثیر کړی او اکثره نندارتونو کې دغه قاچاق شوې غالۍ ننداره او پلورل کیږي.

مرتضی حاجي اقامیري ویلي چې، د ایران له پولیسو سره به د دغې مسلې د حل لپاره خبرې وکړي.

هیره دې نه وي چې په افغانستان کې اوسمهال د غالیو له صنعته د لازم ملاتړي نشتوالي له امله ګاونډي هیوادونه د ایران ترڅنګ په ځانګړې توګه پاکستان له دغه صنعته زیاته ګټه ترلاسه کوي.

یوشمیر غالۍ اوبدونکي وايي چې هر کال پاکستان د افغانستان سلګونه زره مترمربع غالۍ په خپل نوم بهرنیو بازارونو ته صادروي.