له پاکستان او ایران نږدې درې سوه افغانې کډوالې کورنۍ په یوه ورځ کې په جبري ډول افغانستان ته لیږل شوي دي.
د رسنیو د راپورنو له مخې د هېواد ۲۹۹ کډوالې کورنۍ پرون په جبري ډول له ایران او پاکستان څخه ویستل شوې او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د دغه راپور له مخې دغه کډوالو د ننګرهار، کندهار، نيمروز او هرات ولايتونو له لارو هېواد ته داخل شوي دي.
که څه ایران او پاکستان هغه هیوادونه دي چې افغان کډوال پکې په زیات شمیر کې له پخوا میشت وو مګر د طالبانو د بیا واکمنیدو سره له هیواد د مهاجرت لړۍ یو ځل بیا چټکه شوې او اکثر یې ایران او پاکستان ته راځي.
نوي کډوال په وطن کې له مختلفو ستونزو شکایت کوي، یو شمېر یې په وطن کې بې کاري او زیات شمیر بیا نا امني په ګوته کوي چې دوی یې اړ کړي چې وطن پرېږدي.