خبرونهنړۍ

فرانسه کې د افغان کډوالو اعتراض؛ نړیواله ټولنه دې د هزاره‌ګانو نسل وژنه په رسمیت وپیژني

د فرانسې په تلوز ښار کې مېشتو یو شمېر کسانو په دایکندي ولایت کې پر هزاره ګانو د وروستي برید په تړاو اعتراض کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې چې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني.

‎ د دايکندي پېښه د (د وږي ۲۲مه) په یوه موټر چې یو شمېر هزاره وګړي یې لېږدول ترسره شوې وه، د طالبانو په وينا په دغه پېښه کې ۱۴ تنه هزاره ګانو په ډزو وژل شوي دي.

خو داعش د دې پېښې مسوولیت وملنه او ویلي یې و چې په دې برید کې یې ۱۵ کسان وژلي او ۶ نور یې ټپیان کړي دي.

دغو لاريون کوونکو په يوه پرېکړه ليک کې له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسميت وپيژني.

دغه لاريون د فرانسې په تلوز ښار کې د مېشتو افغان کډوالو، د بښنې نړيوال سازمان د استازي، د دغه ښار د ښاروال د استازي، د مدني ټولنې د فعالانو او خبريالانو په حضور ترسره شو.

په همدې حال کې په فرانسه کې مېشت دغه اعتراض کوونکي وايي چې له ۲۰۰۲ کال راهیسې پر هزاره ګانو شاوخوا ۳۰۰ بریدونه شوي دي.

دغو لاريون کوونکو همداراز له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د هزاره وګړو د ساتنې لپاره اقدامات وکړي او د «نسل وژنې، جنګي جنایتونو او د بشریت ضد جنایتونو» د ټولو عاملینو د محاکمې غوښتنه وکړه څو د معافیت کلتور پای ته ورسېږي.

دغو لاریون کوونکو د هزاره ښځو او نجونو د خوندیتوب لپاره د سمدستي اقداماتو پر اړتیا هم ټینګار وکړ، چې د «جنسیت، توکم او مذهب» له امله له جدي خطرونو سره مخ دي.