په داسې حال کې چې د پاکستان له جوړښت تر اوسه د هند او پاکستان اړيکې ډېر وخت ترینګلي وي او په تېره يوه لسیزه کې د دواړو حکومتونو لوړپوړي چارواکي یو بل کره تګ راتګ نه کوي، تازه د هند د بهرنيو چارو وزیر ويلي چې د روانې میاشتې په وروستيو کې پاکستان ته سفر کوي.
خو ایس جی شنکر ویلي چې دا سفر هم د هند او پاکستان د اړیکو د ښه والي او پراختيا لپاره نه بلکې نوموړی به په پاکستان کې د شانګهای سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته ولاړ شي.
هندي رسنيو ته د بهرنیو چارو وزیر ويلي چې نوموړی به د دغه سفر پرمهال له پاکستاني چارواکو سره کومه ځانګړې ناسته ونکړي او يوازې به د شانګهای سازمان غونډې ته ورشي.