پاکستاني رسنۍ وايي، له تېرو درېیو ورځو راهېسې د دغه هېواد د پلازمېنې اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو ترمنځ نښلوونکې لارې د ټرافیکو پر مخ تړل شوې دي.
ټاکل شوې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ګوند (پاکستان تحریک انصاف) پلویان د نومړي د خلاصون په خاطر په اسلام اباد کې مظاهرې وکړي چې له امله يې دغو ښارونو ته ورتلونکې لارې تړل شې دي.
دغه راز په دغو ښارونو کې د انټرنېټ او مبایل خدمتونه هم ټکني شوي او ډېر وخت بند وي او د مېټرو خدمات هم درول شوي دي.
دغه راز د پاکستان تحریک انصاف د ګوند مخکښ غړی او د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر (والي) علي امین ګنډاپور هم په اسلام اباد کې نظربند شوی چې مظاهره کوونکي يې په بېړني ډول د خلاصون غوښتنه کوي.
عمران خان له څه د پاسه يوه کال راهېسې په پاکستان کې بندي دی او ډېر کله يې پلويانو ویجاړوونکي لاریونونه کړي چې دا ځل یې بیا هم ورته پلان جوړ کړی دی.