افغانستانخبرونه

د طالبانو او قزاقستان چارواکي لېدنه؛ په ژمي کې له افغانانو سره د مرستو په اړه خبرې شوي

د طالبانو افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس، شهاب الدین دلاور د قزاقستان د اسلامي همکاریو سازمان د خوړو خوندیتوب له استازي سره کتلي دي.

په دغه کتنه کې شهاب الدین دلاور د دغه سازمان له مخکینو همکاریو او مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د ژمي موسم په را رسېدو سره دې د بې وزلو افغانانو لاسنیوی وکړي.

اخوا د قزاقستان د خوړو خوندیتوب استازي هم دا ژمنه تازه کړه، چې د بې وزلو افغانانو لاسنیوي ته به دوام ورکړي.