سينما

اننیا پانډي د شاروخ خان د لور شمیره ولې افشا کړه؟

د هندي سینما بالیووډ لوبغاړې اننیا پانډي په دې وروستیو کې ویلي دي چې یو ځل یې د شاه رخ خان د لور سوهانا خان د موبایل شمیره افشا کړې وه.

په داسې حال کې چې اننیا پانډي د اکتوبر په څلورمه د نوي خپور شوي ویب لړۍ ‘سي ټي ار ایل’ له امله د خبرونو د سر موضوع ده، نوموړې یو راز افشا کړ او د خپلو مینه والو علاقه یې زیاته کړه.

اننیا پانډې له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دوه ځل یې په ژوند کې تیروتنې کړي چې یو ځل یې د شاه روخ خان د لور سهانه خان ټلیفون شمیره په سوشیل میډیا خپره کړې او بل یې خپله شمیره افشا کړې ده.

نومړې له نیټ فلیکس انډيا سره په خبرو کې زیاته کړه چې په تیروتنې یې د سهانه خان شماره په خپل انسټاګرام پورفایل کړې وه.

د نومړې په وینا همدا راز یې یوه ورځ له رسینو سره په خبرو کې خپله ټلیفون شمیره افشا کړه چې ورسته دغه شمیره کوم ژوزنالیسټ یوټيوب ته پورته کړې او دی مجبوره شوه چې خپله ټلیفون شماره بدله کړي.

د هندي سینما لوبغاړې اننیا پانډی د جیکي پانډي لور ده چې فلمي سفر یې د سټوډنټ اف دی ایئر ۲ نه شروع کړو او له زیات شمیر فلمونو نه ورسته یې اوس د سي ټي ار یل په نامه  یو سیریال پیل شو چې لا هم روان دی.