خبرونهسیمه

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د پښتون ژغورنې غورځنګ باندې بنديز ولګاوه

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ډله تر دې وروسته فعالیت نه شي کولی او دا يې د پاکستان د امنيت او ټيکاو لپاره ګواښ پېښوونکی غورځنګ ياد کړ.

د پاکستان د جيو نيوز تلويزيون په يو خبر کې وويل چې د کورنيو چارو وزارت پر پښتون ژغورنې غورځنګ د بنديز اطلاعیه هم خپره کړې ده.

د کورنيو چارو وزارت په اطلاعيه کې راغلي چې پي ټي ام د دغه هېواد امنيت او ټيکاو لباره ګواښ دی او دغه غورځنګ د ۱۹۹۷ د ترهګرۍ ضد قانون د ۱۱بي مادې لاندې ه بنديز سره مخ شو.

د يادولو وړ ده چې ټاکل شوې د اکټوبر په ۱۱مه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين په بلنه د کوزې پښتونخوا او جنوبي پښتونخوا پښتانه د پښتو عدالت په نوم جرګه جوړه کړي او د خپلو حقونو په اړه په ګډه پرېکړه وکړي. د دغې جرګې لپاره ځای خیبر دره ټاکل شوې او وار له مخه هم پاکستاني رياست يې د نه جوړېدو ډېرې هڅې کړې دي.