خبرونهنړۍ

عربي اماراتو په هوایي سفرونو کې د مخابراتي وسیلو په لیږ بندیز ولګوه

د متحده اماراتو هوایي شرکت د سفر پر وخت دوبۍ ته د پیجرونو او بیسم مخابراتي وسیلو په لیږد بندیز ولګوه.

امارات هوايي شرکت همدا ډول، پرون رسنیو ته ویلي چې په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله منځني ختیځ ته د الوتنو موقتي لغوه څو ورځې نورې هم اوږدوي.

عربي اماراتو په خپلو الوتکو کې د پیجرونو او بیسیم مخابراتي وسیلو پر کارولو بندیز وروسته له دې ولګاوه چې په لبنان کې د پېجرونو د چاودنو له کبله ډېر کسان ټپیان یا ووژل شول.

یاده دې وي چې تر اوسه د پیجرونو او مخابراتي وسیلو چاودنې له لبنان نه غیر په هیڅ کوم بل هیواد کې ندي ترسره شوې.