ځانګړي برخهراپورونه

د طالبانو له واکمنیدو سره د کورنیو یو شمېر سرپرستې میرمنې خیرات ټولولو ته اړ شوي

په افغانستان کې بیروزګارۍ او په تیره ښځو نه د کار حق اخیستو یو شمېر کورنۍ اړ کړي چې د نس مړولو له پاره خیرات ټول کړي.

د طالبانو بیا واکمنیدو سره په افغانستان بیروزګاري اوج ته رسیدلې او تر څنګ یې د ښځو په کار او تعلیم سخت بندیزونه وضعه شوي دي.

هغه کورنۍ چې د ښځو له ادرسه یې نفقه پیدا کوله اوس له سخت حالت سره مخ دي او د ژوند چارې یې تر دې رارسیدلي چې خیرات ټول کړي او یا په قرضونو خواړه واخلي.

د کابل اوسیدونکې ګلالۍ چې دا یې مستعار نوم دی کابل ټیلیګراف سره په خبرو کې وویل: «په کور کې یوازې ما کار کوه او په دې مو ژوند روان وو خو د طالبانو له راتګ سره مې دنده له لاسه وکړې او اوس په کور یم، مور مې د شپې په تیاره کې د خلکو دروازې ټکوي او ډوډۍ ترې راټولوي، تر څو زموږ خیټې مړې وي».

د ګلالۍ په وینا: زیات شمېر نجونې د کورنیو د نفقې پیدا کولو وصیله وې خو د طالبانو سختو بندیزونو اړ کړې چې یا له غیر مشروع لارې پيسې پیدا کړي او یا زموږ غوندې د تورتم نه په ګټې اخیستو خیرات ټول کړي.

د کابل کمپنۍ اوسیدونکې چې د امینیتي ستونزو له امله یې نوم نه دی یاد شوی په کابل کې د یوې رسنۍ سره خبریاله وه کابل ټیلیګراف ته تاید کړه چې یو شمېر نجونې پیژنې چې پخوا یې کورنۍ په خپلو معاشونو سمبالولې خو اوس اړ شوي چې د نفقې له پاره خیرات ټول کړي.

نوموړې وایي:« زموږ کور کې لویان نارینه نه وو او د کور ټول ضروریات زما د معاش نه پوره کیدل، دا دریم کال دی زه په کور کې یم، درې کاله مو خپلو خپلوانو نه قرض و دار وکړو او ژوند مو تر دې ځای راو روسیده، اوس نور هغه ځایونه هم ختم شوي چې نور قرض دې راکړي».

دغه افغان خبریاله په نړیوالو غږ کوي چې که زر تر زره لاس په کار نشي او په طالبانو فشار رانه وړي نو ډير بد ناورین به رامنځته شي چې ټوله نړۍ به متاثره کړي.

د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱م کال کې پر دې هېواد له بیا واکمنېدو وروسته د کار، زده‌کړو، سیاسي او ټولنیز مشارکت، په ازاده توګه تګ راتګ او نورو حقونو په ګډون د افغان مېرمنو او نجونو ټول بنسټیز حقونه نقض کړي دي.

خو طالب چارواکي بیا په وار وار ادعا کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د افغان مېرمنو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي، هغه ادعا چې نړیوالې ټولنې او افغان مېرمنو ته د منلو وړ نه ده.