ایراني چارواکو ویلي، چې د میزان له پیل او د سنبلې تر پایه و، له هلمند سیند څخه ۳۰۰ میلیون مکعب متره اوبه ایران ته خوشې شوي دي.
د ایران د اوبو د ادارې یوه ویاند فیروز قاسمزاده له رسنیو سره په خبرو کې د خپل هېواد “د اوبو ډیپلوماسي” بریالۍ بللې او زیاته کړې یې ده چې د یادې اندازې اوبو رسېدو د اوبو په برخه کې دوی ډاډه کړي دي.
د قاسمزاده په وینا چې د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د زابل ولسوالۍ د اوبو ډنډونه ډک شوي دي.
سږ کال په افغانستان کې په تېرو ۴ لسیزو کې تر ټولو ډېر بارانونه واورېدل چې له کبله یې په ډېرو سیمو کې سېلابونه وبهېدل او د سرومال تاوانونه یې واړول.