د سره صلیب نړیوالې کمېټې، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغاني سره میاشت ټولنې ته ۱۳ امبولانسونه ورکړي دي.
د طالبانو حکومت د سرې میاشتې ټولنې تیره پورن رسنیو ته په استولې خبر پاڼه کې ویلي چې د سره صلیب کمیټې ورته دیارلس انبولانسونه سپارلي چې یوولس یې عام پوره امبولانسونه او دوه ټرکونه دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا امبولانسونه به د افغاني سره میاشت ټولنې د بشري چارو له هلوځلو سره مرسته وکړي.
سره میاشت ټولنه په افغانستان کې د خیر ښيګڼې په کارونو او د پېښو پر مهال د ټپيان او وژل شویو کسانو په انتقال کې مرسته کوونکې اداره ده کارونه یې تر ډيره عامو خلکو ستایلي دي.