افغانستانخبرونه

طالبانو له ایران غوښتي چې په چابهار کې دې د افغاني صادراتو لپاره اسانتیا رامنځته کړي

طالبانو له ایراني چارواکو غوښتي چې په چابهار بندر کې د افغاني محصولاتو په صادرولو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

رسنیو راپورونه خپاره کړي چې د طالبانو د ټرانسپورټ وزیر حمیدالله اخندزاده د سیستان او بلوچستان له والي سره کتلي او له نومړي يې غوښتي چې دغلته د چابهار په بندر کې د افغاني محصولاتو په صادرولو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

دغه لیدنه په کابل کې ترسره شوې ده

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت والي محمد کرمي، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په بلنه کابل ته تللی، د طالبانو د ټرانسپورټ سرپرست وزیر په شمول له بېلابېلو چارواکو سره پر دوه اړخیزو سوداګري او اقتصادي اړیکو خبرې کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې له چابهار بندر څخه د ګټې اخیستنې هوکړه په ۲۰۱۶ کال کې د درېیو هېوادونو ایران، افغانستان او هند ترمنځ لاسلیک شوې خو هغه ډول چې تمه کیده ګټه ترې وانه خیستل شوه.