طالبان وایي، د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د عملي چارو د پيل پرانیسته وشوه.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، د ۲۲.۷۵میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پر پروژه د ۷۷ ترکي او زولرستان داخلي شرکت له لوري شاوخوا ۱۸میلیون ډالره پانګونه کېږي چارې به یې د یو کال په جریان کې بشپړې او تر یوې اندازې به د کابل صنعتي پارکونو او همدا راز عامو هېوادوالو د برېښنا ستونزې حل کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې ویلي، د برېښنا د تولید دا ډول پروژې کولی شي چې په تدريجي توګه پر وارداتي برېښنا د افغانستان اتکا راکمه او په کور دننه له موجودو سرچینو څخه برېښنا پوره شي.
د ده په خبره، د لمريزې برېښنا د تولید دا ډول پروژې په هېواد کې د پانگونې مقدار، توليدي ظرفيت او د استخدام کچه لوړه کړي او همدا راز به له هېواد څخه د اسعارو د وتلو مخه ونيسي چې دا به په لويه کې د هېواد له اقتصادي ودې سره د پام وړ مرسته وکړي.