افغانستانخبرونه

افغانستان کې بشري کړکېچن حالت؛ ملګرو ملتونو د ریجارډ بېنیټ پرېکړه‌لېک تصویب کړ

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنيټ یو پرېکړه‌لیک د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړ او د ملګرو ملتونو له لورې هم تصویب شو.

بېنيټ هغه څوک دی چې طالبانو یې افغانستان ته پر سفر بندیز لګولی دی، خو د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان په تړاو د ده پرېکړه‌لیک تصویب کړ او په‌دې پرېکړه‌لیک کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه له نړیوالو یو لړ غوښتنې شوې دي.

د ملګروملتو د بشري حقونو شورا ته په وړاندې شوي پرېکړه‌لیک کې چې د دې شورا تر څلویښتو ډېرو غړیو تصویب کړ، د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ته ژوره اندېښنه ښکاره شوې ده

دغه پرېکړه‌لیک همداراز په افغانستان کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو او له نړیوالو بشردوستانه قوانینو څخه د سرغړونو د حساب غوښتنه کړې او په‌دې برخه کې یې پر معافیت خفګان څرګند کړی دی.

په‌دې پرېکړه‌لیک کې دا مسئله هم مطرح شوې ده چې، په افغانستان کې چې له نړیوالو بشري حقونو کومې سرغړونې کېږي د هغوی د مخنیوي لپاره مناسب ځواب نه ورکول کېږي، خو له نړيوالې ټولنې یې غوښتې دي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په برخه کې هر اړخیزې او څو اړخیزې کړنلارې جوړې کړي او سرغړونکي د عدالت مېز ته راکاږي.

په پرېکړه‌لیک کې د اعدامونو په ګډون د طالبانو له‌خوا د جسمي مجازاتو په اړه هم اندېښنه څرګنده شوې او ټینګار شوی چې د سنګسار کولو یا د دېوال لاندې د خلکو ښخولو په څېر مجازات غیر انساني دي.