افغانستانخبرونه

روان کال په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ۵۰ ‏مثبتې پېښې ثبت شوي

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې روان کال په افغانستان او ‏پاکستان کې د پولیو (د ماشومانو ګوزڼ) ناروغۍ ۵۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.‏

دغه سازمان یوه تازه راپور کې راغلي، ۲۲ پېښې په افغانستان او ۲۸ نورې پېښې په پاکستان کې ثبت شوې ‏دي.‏

د روغتیا نړیوال سازمان څرګنده کړې چې د تېر کال په پرتله د پولیو مثبتې ‏پېښې زیاتې شوې دي.‏

‏ د راپور له‌مخې، په ۲۰۲۳م کال کې یوازې شپږ پېښې په افغانستان او شپږ ‏نورې په پاکستان کې ثبت شوې وې.‏

دغه سازمان همداراز زیاته کړې چې یوازې روانه اوونۍ په پاکستان کې د پولیو ‏څلور مثبتې پېښې ثبت شوې دي.‏

‏ دا پېښې په سِند ایالت او خیبرپښتونخوا کې ثبت شوې دي.‏

د پاکستان روغتیايي چارواکو ویلي چې د روان کال له مارچ میاشتې راهیسې په ‏دغه هېواد کې د پولیو ۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.‏

د پولیو ویروس په افغانستان او پاکستان کې لا هم له ماشومانو قرباني اخلي.‏