خبرونهنړۍ

د امریکا فولوریډا ایالت د سخت توپان له ګواښ سره مخ دی

د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډڼ په فولوریډا کې له ځایي اوسیدونکي غوښتي چې له سمندري توپان تر ورسیدو مخکې دې ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.

د راپورنو له مخې د ملټن په نامه دغه توپان د مکسیکو له خلیج خڅه د امریکا فولوریډا ایالت پو لورې روان دی چې نږدې درې میلیونه کسان یې د وراني له ګواښ سره مخامخ دي.

که څه هم تر فولوریډا ایالت به ددغه توپان شدت راکم شي خو لا هم ګواښوونکی دی.

هیره دې نه وي چې فلوریډا ته د توپان له رسېدو مخکې ګڼ خلک اورلنډو ښار ته تخلیه شوي، خو د راپورو له مخې هلته د ښار او شاوخوا سیمو نژدې ټول هوټلونه ډک شوي دي.