خبرونهنړۍ

وزیرستان کې ناڅرګنده وسله والو ۴ پاکستاني پولیس تښتولي

کابل ټيليګراف (سلواغې ۴مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

د پاکستان امنیتي مسؤلین وایي، ناڅرګنده وسله والو د جنوبي وزیرستان په سرارغه سیمه کې په یوه پوسته د برید وروسته څلور پاکستاني پولیس له وسلو او مهماتو سره یو ځای تښتولي دي.

مسؤلینو د یادو کسانو د تښتونې په اړه زیات معلومات ندي ورکړې، خو تر دې وړاندې هم د پاکستان د طالبانو تحریک لخوا ګڼ شمېر پاکستاني نظامیان تښتول شوي دي.

تېره کال د نومبر میاشتې په ۱۹ نېټه هم د خیبر پښتونخوا ایالات د بنو په اتمانزو کلي نامعلومه وسله والو د پاکستاني پولیسو له یوې پوستې اووه سرتیري له وسلو سره تښتولي وه.
د راپورونو له مخې په یوه غرنۍ سیمه کې پرته دغه پوسته لومړی د نامعلومو وسله والو لخوا محاصره شوې او ورسته یې سرتیري او په دغه پوستې کې موجودې سپکې او درنې وسلې له ځانه سره وړي وې چې تراوسه یې هیڅ معلومات نشته.

په ژوندونې د پاکستاني پوځیانو تښتولو سره، سره په دې وروستیو کې پر دوی وسله وال بریدونه هم زیات شوي چې درنې مرګ ژوبلې یې درلودې.